فراه نما دینی, علمي، فرهنگي، سياسي و....
| ||
|
د کابل سرکونو یوه ځوانه نجلۍ ووژله Posted: 21 Oct 2012 09:41 PM PDT سعد عمار بچیه، خیر دی لږ تیز ولاړ شه…. لور مې د مرګ او ژوند سره لاس او ګریوان ده. زړه ښځه شاته سیټ کې د خپلې ځوانې لور لاسونه مښي او وار په وار غږونه پرې کوي. د موټر چلونکی ډیر ورخطا ښکاري، ځوانه نجلۍ ساه نشي اخیستی او مور یې پرې غږونه کوي چې لورې دا دی شفاخانه را نږدي شوه، لږ ځان ټینګ کړه، الله به خیر کړي. موټر د کابل پر سرکونو تیز ځغلي، د موټر چلونکي زړه هغه وخت وغورځید کله یې چې د لیري نه په یوې څلور لارې کې د موټرو اوږده قطارونه ولیدل. زړې ښځې ته یې وویل: مور جانې، مخکې لاره بنده ده، یو څو دقیقې باید انتظار وکړو؟ بچیه، که شفاخانې ته ونه رسیږو، لور به مې مړه شي، د خدای لپاره، زر زر مو شفاخانې ته ورسوه. زړې ښځې په زاریو خپلې لور ته غږونه کول: لورې، لږ صبر وکړه، دا دی شفاخانه را نږدي شوه، اوو خدایه، ته مې لور روغه کړي، خدایه زر مو شفاخانې ته ورسوي. موټر څلور لارې ته ورسید او یو اوږد قطار کې ودرید، څلور لارې کې یوازې یوه لار خلاصه وه، نورو ته ترافیکي پولیس او ځینې نور چې شخصي لباس کې وو او لاسو کې مخابرې نیولي وي ولاړ وو، هرې خوا یې منډې وهلي او خلکو ته یې کنځلي کولي چې مه خوځیږئ او ځاي پر ځاي ودریږئ. لږه شیبه وروسته، زړې ښځې یو ځل بیا موټر چلونکي ته وویل: بچیه، شفاخانې ته مو زر ورسوه، د لور وضعه مې خرابیږي. موټر چلونکی: مورجانې، لاره بنده ده، فکر کوم، کوم وزیر یا بل لوړ چارواکی به تیریږي. دې وخت کې د ځوانې نجلۍ بدن حرکت پریښود او زړه ښځه په چیغو شوه، موټر چلونکی لا نور هم ورخطا شو، غوښتل یې دې خلکو سره مرسته وکړي، خو شاته او مخکې یې په لسګونو موټر ولاړ وو. موټر چلونکی موټر نه ښکته شو، اخوا دیخوا یې منډې ووهلي، خو ناهیلی بیرته راستون شو، ساه یې بنده بنده کیده، زړې ښځې چې چیغې وهلي، ورته یې وویل: مور جانې، ټولې لارې بندې دي، خلک وایې چې کوم لوړ پوړی چارواکی تیریږي! زړه ښځه: یا خدایه، لور مې وژغوره، یا خدایه داسې چارواکي رانه واخلي چې لارې را باندې بنده وي، یا خدایه، ته شاهد یې چې دا چارواکي زما د لور وژونکي دي. Inspired by a true story occurred in Kabul
منبع: اصلاح آنلاین نظرات شما عزیزان: |
|
[ طراح قالب : پیچک ] [ Weblog Themes By : Pichak.net ] |